په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي، چې د طالبانو درې ورځنی اوربند پای ته رسیدلی او ښایي، چې د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو د تاوتریخوالي کچه نوره هم لوړه شي. مېلر له بې بي سي سره په یوه مرکه ویلي، چې دوی به د تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي. سکاټ مېلر ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی، چې افغان امنیتي ځواکونه په خپلو پښو ودریږي. د نوموړي د څرګندونو له مخې، امریکايي ځواکونه اوس هم له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.
































