د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په یوه تلیفوني مکالمه کې ویلي دوی غواړي چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانې جګړې پای ته ورسېږي او دلته دایمي اوربند رامنځ ته شي. دده په خبره چین د افغانستان خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی لري او له دغه هېواد به خپل هر اړخیز ملاتړ ته ادامه ورکوي. وانګ یي زیاته کړې چې دوی تل په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره هڅه کړې ده او بیا هم هڅه کوي چې په دغه هېواد کې ښکېل اړخونه ژر تر ژره د خبرو له لارې یوې پایلې ته ورسېږي او روانه جګړه د تل لپاره ختمه شي. هغه د سیمې پر هېوادونو هم غږ کړی دی چې له افغان سولې سره بشپړه او هر اړخیزه همکاري وکړي. چینایي لوري همدا راز ویلي چې افغانستان یې په سیمه کې ښه ملګری هېواد دی او د سولې د راتګ په صورت کې د دواړو لورو ترمنځ پراخ اقتصادي فرصتونه موجود دي.
































