د امریکا ولسمشر جو بايډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا د خوندي کولو لپاره د نورو هېوادونو خوندي کول اړین دي. دده په خبره له همدې امله په پام کې لري چې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د کرونا ضد واکسین ورکړي. دده په خبره په راتلونکو شپږو اونیو کې به نورو هېوادونو ته د ۸۰ میلیونه ډوزه واکسینو صادرات پيل شي. تر دې وړاندې هم د روغتیا نړیوال سازمان له شتمنو هېوادونو غوښتي وو چې له اړمنو سره د کرونا واکسین په برخه کې مرسته وکړي او په دې توګه دغه وبا د نړۍ له مخه ورکه کړي.
































