اسوشټېډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې له هغو کسانو سره مرکې کړې دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په بېلو برخو کې له امریکایي او ناټو ځواکونو سره همکاري لرله. سرچینه کاږي دغه کسان له امریکا او د ناټو له غړو هېوادونو غواړي چې دوی ته د کډوالۍ اسانتیا برابره کړي او د امنیت لپاره یې هڅې وکړي. یوې امریکایي سرچینې ویلي چې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانانو په تېرو شلو کلونو کې له ناټو او امریکایي ځواکونو سره همکاري لرله، چې له دې ډلې ډېری یې د پناه غوښتنه کوي. بلخوا امریکایي سناتورانو بیا پر امریکایي حکومت غږ کړی چې دغه کسانو ته دې ځانګړې وېزې ډېرې کړي او د وېزو په ورکړه کې دې هم اسانتیا راولي. تر دې وړاندې هم د امریکایي ځواکونو پخوانیو همکارانو ویلي وو چې په افغانستان کې د هدفي وژنو په ګډون له ګڼو ګواښونو سره مخ دي.
































