د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د اروپايي ټولنې استازې اندرولا کامینارا د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي. د اروپايي ټولنې استازې له پاکستاني لوري غوښتي چې په سیمه کې د سولې په راوستو کې په تېره بیا افغانستان ته د سولې په راوستو کې خپله همکاري ډېره کړي. نوموړې ویلي پاکستان باید له افغان سولې سره صادقانه همکاري وکړي او دلته دې د روانې جګړې په پای ته رسول کې ونډه واخلي. پاکستاني لوري بیا ویلي چې دوی له افغان سولې سره همکاریو ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې صادقانه اقدامات ترسره کوي. تر دې وړاندې امریکايي لوري هم له پاکستان غوښتي وو چې په افغانستان کې د جګړو په کمولو کې خپلې هڅې ډېرې کړي.
































