روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا وبا ۳۰۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۴ زره او ۱۲۲تنو ته ورسېد. د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۱۱ تنه مړه شوي او ۱۰۸ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۷۶۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۵ زره او ۱۱۸ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکې وایي، کرونا ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
































