د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب له سي بي اس ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې دوى دا غوره بلله چې امريکايي ځواکونه له څو نورو کلونه وروسته له افغانستان څخه وتلي وای. د نوموړي په وینا هغه مهال به افغان ځواکونو ټولې هغه وړتیاوې چې اړتیا یې ورته درلوده پوره کړې وې. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د اېستلو له اعلان وروسته ویلي وو،چې ده له امریکا غوښتي وو، چې خپل سرتیري دې له افغانستان څخه وباسي.
































