د امریکایي رسنیو د راپورنو له مخې د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مارک مېلي ویلي تازه یې له ناټو او اروپايي ټولنې سره په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت پر خوندي کولو او راتلونکو اقداماتو خبرې کړې دي. سرچینه کاږي دغه هوايي ډګر د ديپلوماتیکو اړیکو او تګ راتګ لپاره خورا مهم دی او اروپايي هېوادونه له خپلو سفارتونو سره د همدې هوايي ډګر له لارې په اړیکه کې دي. نوموړي ویلي د ناټو له غړو هېوادونو سره هم پر دې مسئله خبرې شوې دي خو تر اوسه پرېکړه نه ده شوې چې ددغه هوايي ډګر د ساتلو لپاره به سرتېري ځای پر ځای کېږي او که به په نورو اقداماتو لاس پورې کېږي. امریکايي چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت وایي د هوايي ډګرونو او هوايي حریم کنټرول له دوی سره دی او د خوندي ساتلو بشپړه وړتیا یې لري.
































