امریکايي نظامي چارواکو د افغانستان په تړاو د خپلې راتلونکې تګلارې په اړه وضاحت ورکړی دی. د امریکا ددفاع وزارت ګڼ چارواکي د امریکا د استازو مجلس دفاعي کمېټې ته وربلل شوي وو او د امریکایي استازو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړي دي. د راپورونو له مخې په دې کې د امریکا لوړپوړي نظامیان هم شامل وو چې په سیمه او افغانستان کې پر روان نظامي وضعیت څارنه کوي. د امریکا ددفاع وزارت مرستیال سکرتر ډېوېډ هېلوي خپلې خبرې په کابل کې پر یوه ښوونځي له وروستي برید پیل کړې او زیاته یې کړه چې لا هم په دغه هېواد کې د ترهګرۍ اړوند ګواښونه تر یوې کچې شته خو امریکا هم خپل تدابیر لري. دده په خبره دوی په افغانستان کې خپل راتلونکي اقدامات له درېیو لارو تنظیموي، یو د افغان ځواکونو له ملاتړ او له افغان چارواکو سره ديپلوماتیکې اړیکې، په سیمه کې د خپلو سرتېرو د حضور په مرسته او په نړیواله کچه د ترهګرۍ ضد اقداماتو پر مټ دوی هڅه کوي په افغانستان کې د احتمالي ګواښونو مخنیوی وکړي. امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې دوی د افغان پوځ او افغان همکارانو ملاتړ ته ادامه ورکوي او اجازه نه ورکوي چې یو ځل بیا ترهګریز ګواښونه له دغه هېواد نړۍ او امریکا ته متوجه شي.
































