د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې سرګي لاوروف او انتوني بلینکن د ګڼو نورو سیمه ییزو مسایلو تر څنګ پر افغان سوله او په افغانستان کې پر روان وضعیت بحثونه او خبرې لرلې دي. روسیې ویلي چې دوی په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې د روان بهیر د بریا لپاره هڅه کوي چې له همدې امله یې د امریکا، چین، روسیې او پاکستان له ګډون د ترویکا ناسته هم رابللې وه. روسي لوري ویلي چې دوی به د سولې د راوستو لپاره د ورته غونډو جوړولو ته ادامه ورکړي. امریکایي لوري هم ویلي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده او نړیواله اجماع په دې تړاو باید لا پیاوړې شي.
































