د اروپایي ټولنې د درملو سازمان اټکل کړی دی چې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د واکسینو تایید، تولید او عمومي کېدل به یو کال وخت ونیسي. د دې د مخه د اروپایي ټولنې د کمېسیون رییسې اورزیلا فندرلاین، هیله ښودلې وه چې د کرونا وبا واکسین به د روان کال د مني د مخه بازار ته وړاندې شي. هغې د مې میاشتې په څلورمه د یو انټرنیټي کنفرانس د جوړولو غوښتنه وکړه چې په وینا یې په هغه کې د مرسته کوونکو سره د واکسین د تولید د بودجې په تامین کولو باندې بحث وشي. د اروپایي ټولنې د کمېسیون ريیسې هیله ښودلې چې د نړۍ ټول هېوادونه سره په ګډه کار وکړي چې د کرونا وبا ضد واکسین ژر بازار ته وړاندې شي. د بېل ګېټس خیریه سازمان یو له هغو څخه دی چې ددې واکسین د تولید د لګښت یوه برخه ورکوي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې اوسمهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کرونا وبا سره د مقابلې لپاره ۷۰ ډوله واکسینونه په آزمایښتې پړاو کې دي او درې واکسینونه د کلینیکي ازموینو پړاو ته رسیدلي دي.
































