د حماس ډلې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي په سیمه کې د اوربند د رامنځ ته کولو لپاره هڅې روانې دي او ژر به روانه جګړه ختمه شي. بلخوا د امریکا ولسمشر جو بايډن اسراییلو ته په یوه پیغام کې ویلي چې په بېړنۍ توګه د جګړې د ختمولو غوښتونکی دی. هغه پر دواړو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره دې جګړه ودروي او د ملکیانو ژوند ته دې تر دې ډېر خطر نه جوړوي. ددې تر څنګ بیا اسراییلو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د حماس پر پوځي مرکزونو به یې بریدونه دوام کوي. د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ وروستیو نښتو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او تر څنګ یې خلکو ته میلیونونه ډالر مالي زیانونه هم اوښتي دي.
































