په هلمند کې د ماین چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې یو سراچه ډوله موټر د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سیمه کې د سړک غاړې ته پر ځای پر ځای شوي ماین وربرابر شوی چې له امله یې یوولس کسان وژلي دي. په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. سرچینې کاږي چې په پېښه کې دوه ماشومان ټپیان هم دي. افغان امنیتي چارواکي یې د وسله والو طالبانو کار بولي خو دغه ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































