د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال فرانک مکینزي ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د څارنې او پر وړاندې یې د مبارزې د څرنګوالي په موخه خپل وړاندیز د امریکا دفاع وزارت ته وسپاري. هغه زیاته کړې، ترهګر دې فکر نه کوي چې امریکایي ځواکونه لاړل، نور میدان دوی ته خالي دی، ځکه دوی به ترهګرو ته په دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړي. هغه زیاته کړې، چې امریکا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو بوخته ده څو وکولی شي چې د هغوی په هوایي حریم کې څارونکي او جنګي الوتکې الوتنې وکړي او دغه راز په دغو هېوادونو کې د امریکایي ځواکونو لپاره اډې جوړې کړي. هغه څرګنده کړې چې که چېرته دوی له یادو هېوادونو سره هوکړې ته ورسېږي نو ښایي له افغان ځواکونو سره د امریکا په مرستو کې هم بدلون راشي. مکینزي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې امریکا، افغانستان یوازې نه پرېږدي او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره به له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
































