واشنګټن ایګزماینر خپرونې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه مقاله خپره کړې ده. مقاله کې راغلي چې افغانستان په دوه صورته په خپلو پښو درېدلی شي. لومړی که چېرته افغان ځواکونه پر طالبانو برلاسي شي او بل هم په هغه صورت کې چې دغه ډله د سولې لپاره له خپلو ظالمانه تکتیکونو لاس پر سر شي. لیکوال د امریکا استازو جرګې ته د خلیلزاد هغو څرګندونو ته اشاره کړې ده چې ویلي یې دي طالبانو بدلون کړی دی. مقاله کې د خلیلزاد له قوله راغلي چې طالب مشرانو پخپله؛ ده ته ویلي چې دوی په نویمه لسیزه کې د خپل واک پر مهال په اداره نه پوهېدل خو اوس پوهېږي. مقاله کې ټینګار شوی دی چې د طالبانو خبرې ته نه، بلکې د هغوی عمل ته باید پام وشي.
































