په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د اقتصادي پروژو د عملي کولو او د بنسټیزو پروژو د ملاتړ برخه کې د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی. وانګ یو دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین میرویس ناب سره کړې دي. له یاد وزارت څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چین دغه راز له کرونا وبا سره د مبارزې برخه کې هم د افغانستان د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړې او ټینګار یې کړی دی چې هېواد یې د کرونا ضد واکسینو د بلې بستې را لېږدولو ته هم پوره چمتووالی لري.
































