د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، امریکا هوکړه کړې ده چې پر ایران به ټول لګول شوي بندیزونه له یوې مخې لرې کوي. نوموړي زیاته کړې، امریکا منلې ده چې د ایران پر نفتو، کښتیو، بیمې او بانکونو به لګول شوي بندیزونه لرې کوي. هغه ویلي، د ایران دولت د خپلو خلکو په پیاوړي ملاتړ وکولی شول چې د امریکا د تر ټولو سختو بندیزونو پر وړاندې پیاوړې مبارزه وکړي او په خبره یې د ایراني وګړو ټینګ عزم د دې باعث شو چې دغه هېواد بلاخره پر ایران د لګول شویو بندیزونو لرې کولو ته غاړه نرمه کړه. روحاني ټینګار کړی دی چې اصلي ګام اخیستل شوی او له دې وروسته به پر جزیاتو خبرې اترې کېږي.
































