د اسراییل امنیتي کابینې هغه پرېکړه تایید کړې چې اوربند کوي، خو د کابینې په اعلامیه کې ویل شوي د اوربند پلي کېدو پر وخت تر اوسه پرېکړه نه ده شوې. په اعلامیه کې ویل شوي د اوربند وړاندیز مصر کړی چې دوه اړخیز او هممهال به وي. د مصر دولتي ټلویزیون ویلي، چې ولسمشر عبدالفتاح السیسي دوې ډلې اسراییل او د اسراییلو تر ولکې لاندې فلسطیني سیمو ته استولې چې د اوربند عملي کېدو چارې وڅاري. د اسراییلو له لوري د اوربند له تایید سره هممهاله د دې هېواد پوځ ویلي، په سویلي اسراییل کې د سایرن غږونه اورېدلي شوي چې ښيي د غزې له لوري توغندي ویشتل شوي دي. په ورته مهال فلسطیني رسنیو په غزه کې د تازه هوايي بریدونو راپورونه هم خپاره کړي دي.
































