د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا وبا نوی ډول په ټولو ولایتونو کې د خپرېدو په حال دی. د دغه وزارت مسوولین وايي، سره له دې چې، په هېواد کې د کرونا وبا د نوي ډول له خپرېدو شاوخوا دوه میاشتې تېرېږي، خو بیا هم لا تر اوسه په هېواد کې د دغه ویروس ۳۱۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره ځکمنی او هوايي تګ راتګ ډېری دی او د دغه نوي ډول تثبیت ډېر شونی نه دی چې دقیقاً له کوم هېواده راغلی دی. ډاکټران د سترګو سوروالی، په خوله او ژبه کې د ټناکې او یا هم زخم پیدا کېدل، شدیده ساه لنډي، د سر او ځان دردونه د کرونا وبا د نوې بڼې نښې نښانې ګڼي او په وینا یې دغه ویروس تر پخوانۍ بڼې ډېر ژر خپرېږي. روغتیاپالان د نویو بڼو د ژر خپرېدو په هکله خبرداری ورکوي او له خلکو غواړي چې روغتیایي تدابیر په پام کې ونیسي.
































