د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش، له فاکس نیوز ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، چې له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو ژوره اندېښنه لري ځکه چې د امریکایانو له حضوره پرته به په سیمه کې تشه رامنځته شي. بوش ویلي، چې د بایډن له لوري د اپریل په ۱۴ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو له اعلانه وروسته یې له ځینې افغان مېرمنو سره خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، ده آن په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې هم دا خبرداری ورکړی چې که امریکا په افغانستان کې حضور ونه لري، خلا به رامنځته شي. د ده په خبره له افغانستانه د القاعده ډلې د له منځه وړلو یو لوی بریالیتوب دا و چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د ودې لار پرانیستل شوه. بوش دغه راز ویلي چې دی او مېرمن یې لورا بوش به تل د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي.
































