د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د کانګرس د ملي امنیت جرګې په یوې استماعیه غونډه کې ویلي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان له ګاونډیانو سره د پرمختللې همکارۍ په برخه کې خبرې شوي دي. په دغه استماعیه غونډه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په دې پریکړې غور شوی چې ټول امریکايي عسکر دې د سپتمبر تر ۱۱ پورې له افغانستان څخه ووځي. د کانګرس یو شمیر غړو د هغو اندېښنو په هکله له خلیلزاد نه وضاحت غوښتی چې د افغانستان څخه د عسکرو له وتلو وروسته د امریکا ملي امنیت او د سیمې ثبات ته ګواښ رامنځ ته کوي. د کانګرس غړي په دې باور دي چې په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره کم وخت پاتې دی، نو څنګه امکان لري چې د افغانستان له ګاونډیانو سره دې د راتلونکي وضعیت د څارنې لپاره توافق وشي.
































