د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا په روانو جګړو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې. دغه کمېسیون وايي چې په هېواد کې د ملکي وګړو وژنه باید سمدستي پای ته ورسېږي. دې کمېسیون پرون په یوه بیان کې وویل، له طالبانو یې په وار وار غوښتي دي چې د سړک غاړې ماینونو کارول بند کړي څو ملکي وګړو ته تر دې زیات زیان وانه وړي. په بیان کې راغلي، ۱۰ ماشومان او درې ښځې پرون د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې پر یو ماین برابر شو. په دې پېښه کې پنځه نور کسان هم ټپیان شول. د بشر حقونو خپلواک کمېسیون همداراز ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې درې ملکي وګړي په ډزو ووژل شول. دا کسان د غور له لعل و سرجنګل ولسوالۍ څخه د هرات خوا ته روان وو. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې د سولې د هڅو له دوام سره سره ملکي تلفات تر پخوا زیات شوي دي.
































