د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د پولیسو د یوې قرارګاه د قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژل شوي دي. د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان وايي، تېره شپه د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د طالبانو او پولیسو تر منځ جګړه شوې، چې پر مهال یې پنځه پولیس او اووه طالبان وژل شوي. هغه وايي، په وژل شویو پولیسو کې د یادې ولسوالۍ د پولیسو د یوې قرارګاه قوماندان هم شامل دی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































