عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیوا په بېلابېلو سیمو کې د کرونا وبا د ۴۰۶ مثتبې پېښې ثبت شوې دي. روغتیا وزارت ویلي چې د دې ترڅنګ په شپږو ولایتونو کې د کرونا وبا له امله ۱۰ تنه هم مړه شوي دي. د وزارت د معلوماتو په له مخې له دې سره افغانستان کې د کرونا وبا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۵۴۸۶ ته ورسېد. همدارنګه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۷۹۲ ته لوړ شوو. د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا وبا څخه ۱۰۳ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر هم ۵۵۷۹۰ تنو ته ورسېد.
































