د بلوچستان په شمال کې کې دامنیتي ځواکونو په یو کمپ کې یو پولیس په خپلو نورو ملګرو ډزې کړې چې پکې شپږ تنه پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. ویل کیږي دې پولیس هغه مهال په خپلو ملګرو ډزې وکړې چې هغوی ډوډۍ ته ناست وو. تر اوسه د ډوز لامل نه دی معلوم او نه هم پاکستاني چارواکو په دې اړه څه ویلي دي. د یو بل خبر له مخې چمن کې د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا عبدالقادر په یوې بمي چاودنه کې ټپي شوی او اته تنه نور وژل شوي دي. ځايي خلک بیا وايي چې چاودنه هغه وخت رامنځته شوې چې د جمعيت علماء اسلام له لوري د اسرائيلو پر ضد یوې غونډې ته چمتوالی روان وه.
































