د ناټو سرمنشي وایي چې د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ نوی فصل پرانیزي او په درې برخو کې همکاري کوي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن په فرانسه کې د یاد هېواد له ولسمشر امانویل ماکرون سره د لیدنې پرمهال دغه څرګندونې کړې دي. د ناټو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده لیدنه کې په افغانستان او عراق کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه خبرې شوې دي. د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د دندې د پای ته رسېدو په اړه ویلي چې په افغانستان کې د خپل ماموریت له پای ته رسېدو سره نوی فصل پرانیزي. هغه زیاته کړې چې په راتلونکې کې د ناټو ملاتړ په درې اصلي برخو کې دی، چې لومړی د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا لوړول او مشورې ورکول او دغه راز د دومداره مالي مرستې برخه کې ملاتړ دی، دویم ځانګړو ځواکونو ته له افغانستان څخه بهر نظامي زده کړې او درېیم د کابل هوایي ډګر د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بودجې برابرول دي.
































