امریکا وایي د میلیاردونو ډالر په ارزښت یې نظامي توکي له افغانستان ایستلي دي. د امریکا ددفاع وزارت دوو لوړپوړو چارواکو ددغه هېواد سنا ته د وینا پر مهال ویلي چې د سرتېرو د ایستلو چاره یې شل سلنه بشپړه شوې ده. د دوی په خبره له افغانستان یې په ګڼو پروازونو کې د سرتېر تر څنګ نظامي تجهیزات هم را ایستلي دي او دوی بریالي شوي چې له دغه هېواد د ۳۸ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات بېرته امریکا ته ولېږدوي. دغه لوړپوړو چارواکو همدا راز ټینګار کړی چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به یې هم له افغانستان سره خپلې ژمنې پر ځای وي. دوی وایي چې په دغه هېواد کې د امنیت پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د نشه يي توکو کاروبار دی چې باید له منځه یوړل شي.
































