امریکايي سناتوران او سیاسي ډلې د سرتېرو تر ایستلو وروسته ددغه هېواد د نظامي بودیجې کمول غواړي. یو شمېر امریکایي سناتورانو او ځینو سیاسي ډلو د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په یوه لیک کې لیکلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو اغېز باید په ټولو برخو کې محسوس وي. ددوی به وینا پر افغان جګړه هر کال میلیاردونه ډالر لګېدل نو له همدې امله ددې اړتیا ده چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته د راتلونکي کال په بودیجه کې د پنټاګونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه د پام وړ راکمه کړل شي. دوی ټينګار کوي چې د امریکا یوه بې پایه جګړه پر خلاصېدو ده نو ځکه امریکا ته په کار ده چې سپما ته مخه کړي. په افغانستان کې د امریکا جګړې هر کال میلیاردونه ډالر لګښت درلود له همدې امله امریکایي وګړو ددغه جګړې د ژر ختمېدو غوښتنه هم کوله.
































