د اسراییلو ددفاع وزیر ویلي دوی جګړه په پلان شوې توګه پیل کړه او د حماس ډلې ټول مهم اهداف یې په نښه کړي دي. دده په وینا په خپله موخه کې بریالي وو. بلخوا حماس ډله بیا وايي چې دوی بریالي وو او د جګړې ګټونکي دي. له دې سره جوخت چین، امریکا، برېتانیا، اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو د دواړو لورو ترمنځ له وروستي اوربند هرکلی کړی دی او ټینګار یې کړی چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله باید ودرل شي.
































