په هلمند ولایت کې یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې دریو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچینې په خبره، دغه پېښه نن د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند درېیمه ناحیه کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه ماشومانو خپل ژوند بایللی او یو بل ټپي دی. سرچینې دا نه دي ویلي چې دا هاوان د چا له لوري توغول شوی و. تر اوسه د پېښې پړه هم کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































