د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییل او فلسطین ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې نوموړی د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوي اوربند د دوام دعا کوي. بایډن ویلي، په دغې سیمه کې د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره د دولتونو جوړېدل اړین دي. هغه دغه راز د غزې د بیا رغونې لپاره د سترې مالي بستې د ځانګړې کولو ژمنه هم کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې دی له یو شمېر نورو ملګرو هېوادونو څخه هم ورته تمه لري. بایډن څرګنده کړې چې حماس یوه ترهګریزه ډله ده خو په خبره یې؛ دا په دې مانا نه ده چې هلته د مېشتو بې ګناه وګړو لاسنیوی به نه کېږي. د ویلو ده چې پرون د مصر په منځګړیتوب د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند ټینګ شو خو د ورځې په نیمایي کې یو ځل بیا هم د تازه نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
































