د ننګرهار پخواني امنیه قومندان جمعه ګل همت پر کورنیو چارو وزارت توندې نیوکې کړې دي. همت زیاته کړې چې نوموړي په خپله درې میاشتنۍ کاري دوره کې په امنيتي ليکو کې اصلاحات راوستي خو د کورنيو چارو وزارت او ټولې مرکزي ادارې ورسره د اصلاحاتو په راوستو کې هیڅ راز همکاري نه ده کړې. همت وایي چې دی د حکومت له لوري له دندې نه دی لرې شوی بلکې ټینګار کوي چې وظیفه یې خپله پرېښې ده ځکه چې په وینا یې که داسې یې نه وای کړي عزت ته یې زیان رسېده. د ویلو ده چې جمعه ګل همت تېره ورځ له دندې ګوښه او پر ځای یې جنرال سطان داوود د ننګرهار ولايت د نوي امنیه قومندان په توګه وټاکل شو.
































