په امریکا کې د یوه ستر رسنیز ارګان خپرېدونکې ورځپاڼه ایپاک ټایمز د خپلو تحلیلوونکو له خولې لیکي چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د سیمې د هېوادونو رښتینې همکاري اړینه ده. د سرچینې په خبره په لومړي ګام کې باید پاکستان، ایران او قطر د طالبانو له مالي او تسلیحاتي ملاتړه راوګرځول شي او تر هغه وروسته دې د سولې د راتګ لپاره ټول اړخونه رښتینې هڅې وکړي. په مطلب کې راځي که د افغان جګړه سیمه ییز لاملونه له منځه لاړ نه شي نو د سرتېرو تر وتلو وروسته به په دغه هېواد کې جګړې ډېرې شي او سیمه ییز هېوادونه به خپلو سیالیو ته ادامه ورکړي. ورځپاڼه همدا راز ټینګار کوي چې طالبان باید د یوې جنګي ډلې پر ځای په یوه سیاسي ډله واوړي او په خبره یې دا به یو مثبت پرمختګ وي.
































