لسګونه افغانانو په امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخې ته لاریون کړی او غواړي چې په هېواد کې روانه نیابتي جګړه پای ته ورسول شي. دوی چې د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول په خپلو خبرو کې یې ویل چې پاکستان، ایران او ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې تر شا دي او باید دا جګړه ختمه کړل شي. د لاریون کوونکو په خبره افغانان نور په خپله خاوره کې د پردیو نیابتي جګړه او نظامي سیالۍ نه غواړي او د نړیوالو مسوولیت دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي. دوی د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی هم وکړ خو تر څنګ یې ددې غوښتنه کوله چې د سرتېرو د وتلو دا لړۍ باید مسوولانه وي. لاریون کوونکو پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس په سر شي او په دې توګه پردیو ته د جګړې برابره شوې زمینه له منځه یوسي.
































