د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغان حکومت د ناټو له هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې به یې دغه سازمان د افغان پوځ روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوي. په اعلامیه کې راغلي چې د سرتېرو د پیاوړتیا او ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ناټو مرستې خورا مهمې دي او افغان حکومت په درنه سترګه ورته ګوري. افغان حکومت دغه راز وایي چې د ناټو او افغان حکومت رامنځ ته شوې هوکړې پر خپل ځای دي او دواړه اړخونه به په ګډه په سیمه کې د ترهګرۍ د شته ګواښونو پر وړاندې مبارزې ته ادامه ورکوي.
































