امریکا د روسیې دیارلس سترې بېړۍ په تور لېست کې شاملې کړې دي. د راپورونو له مخې د امریکا حکومت ویلي چې د روسیې درې بنسټونه او ۱۳ سترې بېړۍ د سټریم ۲ ګازو له پروژې سره د همکارۍ له امله په تور لېست کې شاملې کړې دي. دغه پروژه د روسیې ګاز په مستقیمه توګه د سمندر له لارې جرمني ته لېږدوي خو امریکا پر روسیه ددې پروژې په برخه کې بندیزونه وضع کړي دي او هغه له اروپايي ټولنې سره د هوکړو خلاف عمل بولي. خو روسیه وایي دوی به خپلو چارو ته ادامه ورکوي او د ګازو دا نل لیکه به د جرمني او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ تکملېږي.
































