پخواني ولسمشر حامد کرزي له شپیګل سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا په تېر ۱۹ کلن ماموریت کې په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د جګړې له دواړو لورو ملاتړ کړی دی. دده په خبره په افغانستان کې یې له افغان حکومت نظامي ملاتړ کاوه خو له پاکستان سره یې هم مالي مرستې کولې په داسې حال کې چې دغه هېواد د طالبانو تر ټولو ستر ملاتړی و. نوموړي ویلي امریکا نه یوازې دا چې دلته د جګړې ملاتړ کړی بلکې په خپلو هوایي بریدونو کې یې ګڼ افغانان وژلي او کلي یې وران کړي دي. نوموړی ټینګار کوي چې اوس هم پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا ولاړ دی او لا هم افغانستان ته بمونه او وسلې رالېږي. هغه ویلي دلته د پاکستان او نورو هېوادونو د ګټو جګړه روانه ده او ددې اړتیا ده چې نړیوال ژر تر ژره دغه جګړه پای ته ورسوي. هغه پاکستان ته په خطاب کې ویلي چې په جګړو او وژلو خپلو موخو ته نه شي رسېدلی او افغانان به د هر ډول دسیسو پر وړاندې مقاومت وکړي. حامد کرزي تمه ښودلې چې طالبان د سولې په روانه پروسه کې له افغانانو سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، د پردیو د ګټو لپاره روانه جګړه دې ختمه شي او افغانان دې په خپلو کې سره یو لاس شي.. ښاغلي کرزي دا هم ویلي چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته افغان جګړې ته مذهبي رنګ ورکول نه دي په کار، ځکه د پردیو د ګټو جګړه ده او تر هغه به دوی د جګړې ملاتړ کوي چې ګټې یې نه وي خوندي شوې.
































