د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند وايي د فاریاب د خلکو عالي شورا، مدني ټولنې، مېرمنې، علما، ځوانان او د پوهنتون محصلین راټول شوي چې ددغه ولایت لپاره له څلورو نومولو شوو والیانو یو یې د والي په توګه وټاکي او وروسته یې ولسمشر غني ته د منظورۍ لپاره ولېږي. دده په خبره حکومت باید ددې مسئلې په اړه مسوولانه چلند وکړي. بلخوا لاریون کوونکو د فاریاب ټاکل شوي والي محمد داوود لغماني ته درې ورځې وخت ورکړی چې له دغه ولایت ووځي او که داسې ونه کړي نو د فاریاب خلک به فدرالي حکومت اعلان کړي.
































