ملګري ملتونه وایي په غزه کې اوولس زره کورونه او سوداګریزې ودانۍ په تېره یوولس ورځنۍ جګړه کې ویجاړې شوې دي. په غزه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې شاوخوا ۷۶۹ سوداګریز او هستوګنیز واحدونه په بشپړه توګه له منځه تللي، ۱۰۴۲ واحدونه په نسبي توګه ویجاړ شوي چې د اوسېدو وړ نه دي او ۱۴۵۳۸ واحدونه هم د جګړو او بمباریو له امله زیانمن شوي دي. په راپور کې همدا راز راځي چې په دې جګړه کې ۵۳ روزنیز او تعلیمي مرکزونه، شپږ روغتونونه او ۱۱ د لومړنیو روغتیايي مرستو مرکزونه ویجاړ شوي دي. ملګري ملتونه همدا راز وایي چې د سختو جګړو له امله دمګړی شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د څښاک صحي اوبو ته هم لاسرسی نه لري او د غزې خلک په بېلو برخو کې پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.
































