امریکایي میلیټري ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې ممکن له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ګڼ تجهیزات د طالبانو لاس ته ولوېږي. ورځپاڼه کاږي چې له عراق څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته تجربه شوې ده چې د امریکایي ځواکونو یو شمېر موټر او تجهیزات د داعش ډلې لاس ته ورغلي دي. ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې دوی تر وتلو وروسته افغان ځواکونو ته د یو شمېر تجهیزاتو د ورکړې خبره کړې ده خو ټینګار یې کړی دی چې افغان چارواکو دا ډاډ نه دی ورکړی چې یاد تجهیزات به د طالبانو لاس ته نه ورځي. په ورته وخت کې ورځپاڼې د یو شمېر امریکایي قانون جوړونکو په حواله ویلي چې د ځواکونو تر وتلو وروسته یو شمېر داسې مسائل شته چې ګونګ پاتې دي او امریکایي حکومت یې تر اوسه په اړه دوی ته ډاډ نه دی ورکړی.
































