د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځ پر پوسته یو برید کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. رسنیو د سیمې د اوسېدونکو له قوله ویلي چې په دې وروستیو کې په یادو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي خو پوځیان بیا د ترهګرو د لټون په نامه د دوی کورونه تلاشي کوي او ځوروي یې. په ورته وخت کې د پاکستان پوځ هم د نښتې پخلی کړی دی خو په یاده پېښه کې یې د یو پوځي د وژل کېدو او یو بل د ټپي کېدو خبره کړې ده. تر اوسه د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































