د هند روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې پر کرونا اخته ۴۱۰۰ کسان مړه شوي دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې دوه نیم لکه نور کسان پر کرونا اخته شوي هم دي او دا په تېره یوه اوونۍ کې پر کرونا د اخته او مړه شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر ښیي. د هند روغتیایي چارواکو ویلي چې تېره اوونۍ په دغه هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې کمې شوې وې خو کلیو ته د دغه ویروس له خپرېدو سره هم مهاله یو ځل بیا له دغه ویروس څخه د مړه شویو او ورباندې د اخته کسانو شمېر کې پام وړ ډېروالی راغلی دی. د هندي دولت مخالف ګوندونه دولت د کرونا وبا پر وړاندې په بې پروایي تورنوي خو د نریندرا مودي په مشرۍ د هند واکمن ګوند دغه تورونه ردوي او زیاتوي چې دوی د اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره په احتیاط ګامونه اخلي.
































