افغان حکومت وایي په لغمان کې یې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي. د حکومت د رسنیو مرکز په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې تېره شپه افغان ځواکونو په لغمان او د مرکز شاوخوا سیمو کې سخت عملیات کړي دي او طالبانو ته یې تلفات اړولي دي. سرچینه کاږي چې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی دی خو عملیات به د سیمو تر بشپړو پاکولو پورې دوام کوي. وسله والو طالبانو تېره ورځ د لغمان پر مرکز او نږدې سیمو بریدونه وکړل چې دمګړی د افغان پوځ لوړپوړي چارواکي په لغمان کې دي او دوی ویلي چې د طالبانو تر بشپړې ماتې به په دغه ولایت کې د جګړې د رهبرۍ مسوولیت لري. طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































