په خوست کې روغتیايي کارکوونکي او ډاکټران وایي چې له میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي. د خوست د شاوخوا ۴۵ روغتیایي مرکزونو کارکوونکو او ډاکټرانو په خوست ښار کې اعتراض کړی و او له حکومت یې غوښتي چې ژر تر ژره ددوی معاشونه اجرا کړي. ددوی په خبره څلور میاشتې کېږي چې معاشونه یې نه دي اخیستي او شاوخوا ۲۹ میاشتې کېږي چې حکومت یې شل سلنه امتیازي معاش هم نه دی ورکړی. دوی وایي تر هغه یې چې حکومت غږ نه وي اورېدلی دوی به خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکړي.
































