امریکا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په لټه کې ده. د ولسي جرګې ځينې غړي وایي د افغان سولې لپاره د امریکا ديپلوماتیک ماموریت ددې پر ځای چې د جګړو له کمولو سره مرسته وکړي برعکس د جګړو د ډېرېدو او تاوتریخوالي سبب شوی دی. د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد وویل چې زلمی خلیلزاد او ورسره مل پلاوی یې په رښتیني توګه د جګړې د کمولو په لټه کې نه دي، بلکې په دې لټه کې دي چې افغانستان د کورنۍ جګړې لور ته بوځي. نوموړي پر وکیلانو غږ وکړ چې یو شل کسیز پلاوی جوړ کړي او طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره دې تیاری ونیسي. هغه زیاته کړه چې د حکومت ډيری چارواکي پردي دي، له نورو هېوادونو راغلي او له امریکا سره یو ځای به له دې هېواد ځي نو ځکه دوی ته د افغانستان سوله مهمه نه ده. وکیلانو ټینګار وکړ چې نړیوال دې هم په افغانستان کې د جګړې د کمولو لپاره هڅه وکړي او نړیوال بنسټونه دې هم په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
































