د ولسي جرګې غړو په هېواد کې روانې جګړې د جدي اندېښنې وړ بللې دي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې سختې جګړې پیل شوې دي او د تاوتریخوالي اوج د جدي اندېښنې وړ دی. دوی وایي سره له دې چې ټول اړخونه په افغانستان کې د مذاکراتو او خبرو ملاتړي دي، خو طالبانو جګړې شدیدې کړې دي. د ولسي جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال په خپلو خبرو کې وویل چې د جګړو د اوج پر مهال د سولې مذاکرات په ټپه ولاړ دي او باید په اړه یې وضاحت ورکړل شي. دده په خبره ټول افغانان ژر تر ژره د جګړو د پای ته رسېدو غوښتونکي دي او دواړو لورو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې هڅې چټکې کړي. دوی پر امنیتي ادارو هم نیوکه وکړه چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې پر وخت اقدام نه کوي او له هغه وروسته عملیات پيل کړي چې وسله وال د ښارونو مرکزونو ته ننوتي وي او یا یې ولسوالۍ نیولې وي. دوی پر امنیتي اداراتو غږ وکړ چې د وضعیت د کنټرول لپاره خپل اقدامات ډېر کړي.
































