په لغمان کې له وروستیو نا امنیو سره په تړاو شاوخوا سل امنیتي منسوبین زنداني شوي دي. د لغمان والي رحمت الله یارمل رسنیو ته ویلي چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې نا امنۍ د امنیتي منسوبینو د غفلت له امله رامنځ ته شوې چې له همدې امله یې شاوخوا سل امنیتي منسوبین زنداني کړي دي. دده په خبره چټکې هڅې روانې دي چې پر دغه ولایت د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شي او د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره به جدي اقدامات ترسره کېږي. په لغمان کې داسې مهال یاد امنیتي منسوبین بندي کېږي چې تېره ورځ طالبانو له د لغمان د مرکز مهترلام پر ځینو برخو بریدونه کړي وو. افغان امنیتي ادارې وايي چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو دغه بریدونه په شا تمبولي دي.
































