ایران وایي د مذاکراتو د لا پرمختګ لپاره باید امریکا په لومړي سر کې خپل بندیزونه لرې کړي. د وین په مذاکراتو کې د ایران د مرکچي پلاوي مشر عباس عراقچي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. عراقچي ویلي که امریکا غواړي چې په مذاکراتو کې پرمختګ رامنځ ته شي او اټومي مسئله د خبرو له لارې حل شي نو باید په لومړي سر کې خپل بندیزونه لرې کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم ویلي چې امریکا دې د بندیزونو په لرې کولو سره خپل اخلاقي مسوولیت ترسره کړي. خو امریکا تر دې وړاندې ویلي وو، هېڅ داسې نښه نښانه نشته چې له مخې یې امریکا پر ایران د بندیزونو لرې کولو لپاره زړه ښه کړي.
































