هر کال په هېواد کې د فساد له امله شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالر ضایع کېږي او شخصي جیبونو ته ځي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال په هېواد کې په تېره په مالیاتي برخه کې پر روان فساد سخته نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې هر کال شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالر د فساد له امله حیف میل کېږي او شخصي جیبونو ته ځي. له دې سره جوخت د ولسي جرګې ګڼو غړو ددې غوښتنه وکړه چې د مالیې وزارت سرپرست دې ژر تر ژره د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته ور معرفي شي او شته فساد په اړه دې وضاحت ورکړي. د ولسي جرګې رییس بیا وویل چې د هېواد ۲۸ بندرونه او ټول ګمرکونه په فساد کې غرق دي او هېڅوک ددغه فساد د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوي. تر دې وړاندې د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ بیا ویلي وو چې فساد د افغانستان په ګمرکاتو کې په پلان شوې توګه روان دی او لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې لاس لري.
































