ایرو اېشیا رېویو خپرونې ویلي چې که چېرته افغانستان له ګډوډیو سره مخ شي نو پاکستان به هم په امن کې پاتې نه شي. خپرونې زیاته کړې چې پاکستان له افغانستان سره تر ۲۴۰۰ کیلومټره اوږده پوله لري او له شک پرته د افغان طالبانو پیاوړي کېدل به د پاکستان سوله او ثبات هم اغېزمن کړي. خپرونه کاږي، پاکستاني طالبانو تل افغان طالبانو ته خپله وفاداري ښودلې ده او په پاکستان کې فعالې افراطي ډلې له افغان طالبانو سره فکري مشترکات لري چې په عملیاتي لحاظ د یو بل مرستې ته وردانګلی شي. خپرونې زیاته کړې چې که چېرته افغان طالبان واک ته ورسېږي نو دغه افراطي ډلې به نورې هم ورسره پیاوړې شي او دغه چاره به د پاکستان ګټې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي. خپرونې دغه راز ټینګار کړی دی چې پاکستان باید په دې مهم پړاو کې په ډېر احتیاط ګام پورته کړي.
































